سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو طالبانو ۷۶ تنه نور بندیان خوشې کړي دي

وسله والو طالبانو ۷۶ تنه نور بندیان خوشې کړي دي

طالبانو ویلي چې پرون یې د حکومت ۷۶ تنه نور بندیان خوشې کړي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې تېره ورځ یې په میدان وردګو کې ۴۶ تنه دولتي بندیان خوشې کړي دي. هغه زیاته کړې چې دغه راز یې په یوه بل اقدام کې په غزني ولایت کې ۳۰ تنه هغه دولتي سرتېري خوشې کړي چې په دې وروستیو کې هلته نیول شوي وو. د یادونې ده چې تر دې مخکې هم طالبانو شاوخوا ۴۸۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړي وو، چې له دې سره د ټولو خوشې شویو بندیانو شمېره شاوخوا ۵۵۰ تنو ته ورسېده. افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا درې زره بندیان خوشې کړي خو ولسمشر اعلان کړی چې دوه زره نور بندیان به هم خوشې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې پروسه ګړندۍ شوې او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر بین الافغاني مذاکرات په قطر کې پیل شي.
انځور: آرشیف

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: