سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / وسله وال طالبان: د کابل ښار په ننني برید کې ښکېل نه دي

وسله وال طالبان: د کابل ښار په ننني برید کې ښکېل نه دي

وسله وال طالبان وایي د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې په ننني برید کې ښکېل نه دي. وسله والو نن سهار په کابل ښار کې د سیکانو پر یوه عبادتځي برید کړی دی چې تر دې دمه دوام لري. خبریالان وایي چې تازه د دوو درنو چاودنو غږ هم اورېدل شوی دی. تر اوسه ۱۱ کسه په دې پېښه کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د ولسي جرګې غړی نریندر سینګهـ خالصه وايي چې شاوخوا ۲۰۰ سیکان په دغه درمسال کې د وسله والو له لوري برمته شوي دي. کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې هلته بند پاتې ځينې کسان یې ژغورلي دي او د درمسال ډېره برخه د امنیتي ځواکونو له لوري تصفیه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: