چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وسله وال طالبان وایي ټول امریکایي عسکر به په ټاکلې موده کې له افغانستان وځي

وسله وال طالبان وایي ټول امریکایي عسکر به په ټاکلې موده کې له افغانستان وځي

وسله وال طالبان وایي ټول امریکایي عسکر به په ټاکلې موده کې له افغانستان وځي او که داسې و نه کړي طالبان به نوې پرېکړې کوي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر له یوې ایراني رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي دوی له امریکا سره هېڅ پټه هوکړه نه لري. دده په خبره د شته هوکړې له مخې باید امریکایي عسکر په ټاکلې موده کې په بشپړه توګه له افغانستان ووځي او که دوی پر دې ژمنه عمل و نه کړي طالبان به یې په اړه نوې پرېکړه کوي. هغه همدا راز ویلي چې د واک د انحصار نیت نه لري، خو په افغانستان کې به یو اسلامي نظام جوړوي. ده د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو شته والی هم رد کړی دی او په خبره یې ټولې پرېکړې د ټولو لورو په مشوره ترسره کېږي. ملا برادر د زندانیانو په اړه هم ویلي چې د ليست له مخې یې باید ټول زندانیان خوشي شي او په دې برخه کې نوی لیست افغان حکومت ته نه سپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: