چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني وایي، په قانون کې غیر مسوول وسله وال وجود نلري

ولسمشر غني وایي، په قانون کې غیر مسوول وسله وال وجود نلري

ولسمشر غني وایي، په قانون کې غیر مسوول وسله وال وجود نلري او په وینا یې غل او قاچاقبر د افغانستان زړور ملي پولیس نشي تهدیدولی. نوموړي نن په کابل کې د جنرال عبدالرازق د ملي پولیسو په اکاډمۍ کې د یوولسمې دورې د فارغینو په غونډه کې وویل، د افغانستان ولس پر خپلو سرتېرو ویاړي، هغوی له خپلو سرتېرو څخه امن غواړي او تاسې باید هېواد او هېوادوالو سره خپله مینه او ژمنتیا ثابته کړئ. ولسمشر غني پولیسو ته په خطاب کې وویل، تاسي د افغانستان د ملي ارادې ممثلین یاست، تاسې په دې ځوانۍ کې د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی. نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام وویل چې له دې وروسته هیڅوک هم په کورنیو چارو وزارت کې د لاسوهنې اجازه نلري او سپارښتنه یې کړې ده چې په دغه وزارت کې باید د بهرنۍ مداخلې کچه صفر ته راښکته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: