دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني: ډېر ژر به د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړم

ولسمشر غني: ډېر ژر به د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړم

ولسمشر غني وايي د لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړي. ولسمشر غني نن د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ په اختتامیه وینا کې وویل چې روانه جګړه یوازې د خبرو پر مټ پای ته رسېدی شي نو طالبانو ته په کار ده چې د جرګې پرېکړې ته په درناوي او اوربند وکړي. د ولسمشر په خبره جرګې پرېکړه کړې چې افغان حکومت باید د سولې د خبرو مخ ته بېولو لپاره د طالبانو څلور سوه بندیان خوشي کړي او دی به ددې زندانیانو د خوشي کېدو فرمان لاسلیک کړي. نوموړي دا هم وویل چې د اسد د اته ویشتمې په مناسبت به هم د بښنې یو فرمان صادر کړي چې په هغه کې به د امنیتي ځواکونو ځینې زنداني سرتېري له زندانونو خلاص کړل شي. ولسمشر غني د خپلو خبرو په دوام یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې غږ ته لبیک ووايي، جګړه پای ته ورسوي او سرتاسري اوربند وکړي. ولسمشر ددې تر څنګ دا هم وویل چې لا هم ځینې مسایل په ابهام کې دي خو افغان حکومت هڅه کوي چې د سولې په برخه کې هر ګام په پوره دقت اوچت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: