ولسي جرګه وایي چمتو دي چې له امریکا سره امنیتي تړون لغوه اعلان کړي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي په هېواد کې په دې وروستیو کې نا امنۍ ډېرې شوې دي، پاکستان پر افغان خاوره بریدونه کوي او له افغانستان د امریکا د نه دفاع له امله چمتو دي چې له دغه هېواد سره شته امنیتي تړون لغوه اعلان کړي. نوموړي ویلي دا چې د ولسي جرګې غړي په اوړنیو رخصتیو بوخت دي، خو همدا چې را وګرځي پر دغه تړون به له سره غوره کوي. د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون پر بنسټ واشنګټن اړ دی چې افغان خاورې ته د بهرني تهدید د متوجه کېدو په صورت کې له افغانستان دفاع وکړي، خو سره له دې چې دوی دلته حضور لري پاکستان پر افغان خاوره بریدونه کوي، ددې تر څنګ وسله والو طالبانو هم پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي خو امریکا له یادې ډلې سره د سولې او پر یو بل د برید نه کولو تړون لاسلیک کړی دی.

Revolutionary Literature And Art In The Philippines From The 1960’S To The
Present Top Teacher Books 2020
My site; best books