دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وکیلان: په وروستیو کې د ښارونو امنیتي وضعیت خراب شوی دی

وکیلان: په وروستیو کې د ښارونو امنیتي وضعیت خراب شوی دی

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي په دې وروستیو کې په کابل، بلخ، هرات او نورو لویو ښارونو کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی دی. ددوی په خبره جنايي پېښې ډېرې شوې دي، جرمونه ډېر شوي خو امنیتي مسوولین ددغه پېښو په کنټرول او مهارولو نه دي بریالي شوي. دوی همدا راز یو ځل بیا د شپنیو عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په خبره یې د وروستي ګډوډ امنیتي وضعیت او همدا راز شپنیو عملیاتو په اړه د وضاحت لپاره باید د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت رییس د ولسي جرګې تالار ته حاضر کړل شي. ددوی په خبره حکومت باید دا سپینه کړي چې د شپنیو عملیاتو واک له دوی سره دی که له بهرنیانو سره ځکه په دې وروستیو کې دغه عملیاتو د بې ګناه وګړو ژوند اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: