جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ‌: امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخته ده

ټرمپ‌: امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخته ده

ډونالډ ټرمپ‌ وایي، امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخته ده.ولسمشر ویلي،‌ ژر به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې به د امریکا اوږده جګړه ختمه کړي. هغه ټینګار کړی چې امریکا په ټوله نړۍ کې د سولې غوښتونکې ده خو په دې برخه کې له ځواکمن دریځ خبرې کوي. هغه ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ختمولو بوخت دي او هڅه یې دا ده چې په دغه هېواد کې د مذاکراتو له لارې یو توافق رامنځ ته شي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي، د افغانستان ډېری ولایتونه د خونړیو جګړو شاهد دي او بهرني ځواکونه په خپلو نظامي اډو کې له هر ډول ګواښ خوندي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: