دوشنبه , جون 1 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ: استخباراتي معلومات لرم چې کرونا وایرس د چین له لابراتواره خپور شوی

ټرمپ: استخباراتي معلومات لرم چې کرونا وایرس د چین له لابراتواره خپور شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په دې باور دی چې کرونا وایرس د چین په لابراتوارونو کې جوړ شوی او خپور شوی دی.

ښاغلی ټرمپ وايي “بیخي مطمین” دی چې کووید۱۹ د چین په لابراتوار کې جوړ شوی دی،
ښاغلي ټرمپ د پنجشبنې په ورځ اپریل۳۰(غويي۱۱) ناوخته په یو خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه. خو نور معلومات یې ورنکړل.

هغه وپوښتل شو چې آیا په دې اړه استخباراتي معلومات لري‌ چې دا وایرس دې د چین ووهان د ویروس د مطالعې له انستیتیوت څخه خپور شوی وي؟
هغه وار له واره وویل: هو، هو لرم یې. خو اجازه نلرم چې دا معلومات شریک کړم.”

د ښاغلي ټرمپ تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي‌ استخباراتو ریاست دا خبره رد کړه چې کووید۱۹د انسان په لاس جوړ شوی دی.
دغه ریاست په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې اړه د سایسنپوهانو خبره دقیقه ده او دا وایرس جوړ شوی نه دی.

خو دا خبره یې و کړه چې په دې اړه لا هم د معلوماتو په ټولولو بوخت دي‌ چې آیا دا وایرس په “کرونا اخته څارویو سره له تماس وروسته خپور شوی او که د ووهان د ویروس د مطالعاتو په انستیتوت کې د کومې پېښې پایله”وه.

د کرونا وایرس له خپرېدو وروسته د دغه ویروس د اصلي سرچینې په اړه بېلابېلې اوازې خپرې شوي، ځينې وايي چین دا وایرس جوړ کړی او ځینې وايي د ووهان په ښار کې د څارویو د غوښو د یو مارکیټ څخه خپور شوی دی.

یو نظر دا هم دی چې دا وایرس د څارویو له یو ځنګل څخه انسانانو ته خپور شوی دی.

د چین حکومت دا تورونه رد کړي‌ دي چې ګنې دا وایرس د ووهان د وایرس د مطالعاتو له انستیتوت څخه خپور شوی دی.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې دا خبره هم کړې وه چې د کرونا وایرس له کبله د اوښتو زیانونو په اړه به له چین سره حساب او کتاب کوي.

کروناوایرس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د جمعې ورځې (مۍ۱) تر سهار پورې د کرونا وایرس له کبله په نړۍ کې نژدې ۲۴۰زره کسان مړه شوي‌او څه باندې ۳.۲ میلیونه نور انسانان پرې اخته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: