د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په امریکا کې د کرونا ویروس د پراختیا له امله بېکاري اوج ته رسېدلې ده نو ځکه یې د ځینو کارګرانو پر ورتګ بندیز لګولی او د ویزې ورکړه یې درولې ده. تر ډېره دغه کارګران د ټکنالوژۍ په برخه کې کار کوي. دا کار به د امریکا د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه له جدي ستونزې سره مخ کړي. د ډيری شرکتونو ان تر نیمایي انجنیران او کارکوونکي بهرنیان دي نو له همدې امله ښایي ددغه شرکتونو چارې ټکنۍ شي. شخصي کمپنیو او شرکتونو د ټرمپ پر دغه پرېکړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
