دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ټرمپ: ایران په افغانستان کې وسله والې ډلې تقویه کوي

ټرمپ: ایران په افغانستان کې وسله والې ډلې تقویه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ایران په سوریه، عراق، یمن او افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. د ټرمپ په خبره همدا اوس ایران په افغانستان کې ځینې وسله والې ډلې تقویه کوي او اړیکې ورسره پالي. تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي وو، چې ایران د افغانستان د سولې په لار کې خنډونه جوړوي او دلته د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، څو جګړه اوږده شي. ټرمپ پرون ټینګار وکړ، چې ایران باید د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: