یکشنبه , جنوري 17 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ: تر راتلونکي کریسمس پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي

ټرمپ: تر راتلونکي کریسمس پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي

د امریکا ولسمشر وایي تر راتلونکي کریسمس پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې تر راتلونکي کریسمس پورې به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي خو یوه وړه ډله سرتېري به د اړتیا په صورت کې د امریکا ماموریت مخ ته وړي. ټرمپ تر هغه وروسته دغه ټوېټ پیغامونه خپاره کړل چې د ملي امنیت سلاکار یې په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر کمولو په اړه څرګندونې وکړې. رابرت اوبراین ویلي وو چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر ۲۵۰۰ کسانو را ښکته کړل شي. امریکایي چارواکي داسې مهال په دوو میاشتو کې د ټولو سرتېرو د ایستلو په اړه خبره کوي چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې دوی باید د ۲۰۲۱ز کال تر پایه خپل ټول سرتېري ایستلي وی.

يوه تبصره

  1. Dead pent content, appreciate it for entropy.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: