د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د دوی د سږنیو ټاکنو پرتله د افغانستان ټاکنې (خوندي او ډېرې ښې) ترسره شوي.
ټرمپ پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا معلومات د پوځ یوه ځوان سرتېري چې په افغانستان کې کار کوي ورکړي دي.
ټرمپ دا وضاحت نه دی ورکړی چې د افغانستان ټاکنې د کومو تګلارو او معیارونو له مخې د دوی له ټاکنو ښې وې، خو ویلي یې دي، د دوی ټاکنې د درېیمې نړۍ د هېوادونو ټاکنو ته ورته وې.
نوموړي یو ځل بیا ادعا کړې چې د امریکا د نومبر د درېیمې نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې (په میلیونونو میلیونونو) هغو رایو کې درغلۍ شوي چې د پوست له لارې کارول شوې دي.
ډونالد ټرمپ او ټاکنیز ټیمیې له دې وړاندې د امریکا په څو ایالتونو کې د ټاکنیزو درغلیو په اړه شکایتونه ثبت کړي دي، خو ګڼ شمېر یې اړوندو محکمو بېرته رد کړي دي.

fantastic post.Ne’er knew this, regards for letting me know.
Hello! This is my 1st comment here so I just wanted to give a quick shout out and say I truly enjoy reading your blog posts. Can you recommend any other blogs/websites/forums that go over the same topics? Thank you!