دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ د امریکا په وړاندې د ایران هره حمله به زر برابره سخته ځواب شي

ټرمپ د امریکا په وړاندې د ایران هره حمله به زر برابره سخته ځواب شي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر خبرداری ورکړ، د ایران هرې حملې ته به سخت ځواب ورکړل شي.

ډونالد ټرمپ دا خبره تر هغو راپورونو وروسته وکړه چې په‌ کې ویل شوي، ایران په پام کې لري یوه امریکايي ډیپلوماته د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې ووژني.

ولسمشر ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې وویل: “د امریکا په وړاندې د ایران هره حمله به، که په هره بڼه وي، زر برابره سخته ځواب شي.”

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په جنورۍ میاشت کې د امریکا د یوې بې‌ پیلوټه الوتکې په حمله کې د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه ووژل شو.

ډونالد ټرمپ لیکلي: “داسې راپورونه شته چې ایران ښايي د ترورېست رهبر سلیماني د وژنې په تړاو کومه وژنه یا حمله پلان کړي.”

ځینو امریکايي چارواکو رسنیو ته پرون ویلي وو چې ایران په جنوبي افریقا کې د امریکا د سفیرې لانا مارکس د وژنې پلان لري.

د ولسمشر ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه ایران څه نه‌دي ویلي.

2 تبصرې

  1. If you want to discover more about the bioenergy code reviews,
    this video is about the bioenergy code reviews information but also try to cover the following subject:

    -the bioenergy code does it work
    -is the bioenergy code a scam?
    -the bioenergy code reviews

    https://www.sekasao.go.th/sekaforum/viewtopic.php?id=149681

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: