د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخو درغلیو امکان شته دی. ټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې سیال ټیم یې هڅه کوي ټاکنې د پست له لارې وشي او دا به له درغلیو ډکې ټاکنې وي. راتلونکې نومبر میاشت په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنې ترسره کېږي او د ټرمپ ستر سیال جو بایډن دی. په امریکا کې ټولې ترسره شوې نظرپوښتنې ښيي چې ټرمپ تر جوبایډن ډېر شا ته دی او ددې احتمال شته چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې وبالي. ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې ستر سیال یې درغلي ده او په خبره یې مقابل ټیم به یې په درغلۍ ځان واک ته ورسوي.
