پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ ټولنیزو شبکو ته خبرداری ورکړی

ټرمپ ټولنیزو شبکو ته خبرداری ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ټولنیزې شبکې به یا منظمې او یا هم له کاره وغورځوي. نوموړي ټولنیزې شبکې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په چارو کې په لاسوهنې تورنې کړې دي. هغه وایي، د دې شبکو له لارې پوسټي رایې اچونې د رایو غلا او جعل کاریو ته زمینه برابره کړې ده. ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې یوه ورځ مخکې ټویټر د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټویټ له لارې د رایې ورکولو په اړه د ټرمپ یو ټویټ په پای کې یو معلوماتي لینک ور زیات کړ او د ولسمشر د ټویټ په اړه یې د اضافي معلوماتو لوستلو ته زمینه برابره کړه. ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه ټویټر او فیسبوک تر اوسه د ټرمپ دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: