دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ پر نړیواله محکمه بندیزونه لګولي دي

ټرمپ پر نړیواله محکمه بندیزونه لګولي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنايي جرمونو نړیواله محکمه باندې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جنایتونو د څېړنې له کبله بندیزونه لګولي دي. سپینه ماڼۍ وايي، پر هاګ یا نړیواله محکمه یې اقتصادي بندیزونه له دې امله دي چې افغانستان کې یې د هر ډول پلټنو مخه ونیول شي. نړیوالې محکمې په تېرې مارچ میاشت کې فاتو بینسودا ته منظوري ورکړې چې په افغانستان کې دې د امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو په اړه پلټنې پيل کړي، خو ټرمپ دا پرېکړه سیاسي بولي او ګواښ یې کړی چې د دغې محکمې پر قاضیانو، وکیلانو، غړو او حتی د کورنیو پر غړو به یې د ویزې بندیزونه هم ولګوي. امریکا چارواکي وايي، چې د هاګ نړیوالې محکمې اساسنامه دوی نه ده منلې او اوس دا محکمه هم حق نلري چې د امریکا په اړه سیاسي رنګ لرونکې پرېکړې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: