شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ په روغتون کې ستړې ستړې ساه اخلي، وضعیت یې جدي دی

ټرمپ په روغتون کې ستړې ستړې ساه اخلي، وضعیت یې جدي دی

پر کرونا ویروس د ټرمپ تر اخته کېدو وروسته سپینې ماڼۍ ویلي چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی، خو سي ان ان بیا د ولسمشر د تنفسي مشکل په اړه راپور ورکړی دی. سي ان ان د خپل خبریال جیم اکوسټا له قوله ویلي، شېبه وړاندي یې د ټرمپ د انتخاباتي چارو له یو مشاور سره خبرې کړې او هغه ورته ویلي چې ټرمپ په ډېره سختي ساه اخلي او ستونزه یې جدي ده. نوموړي زیاته کړي، د ټرمپ مشاور ورته ویلي، هغه اوسمهال د روغتون په بستر کې ستړې ستړې ساه اخلي او وضعیت یې ډېر ښه نه دی. د یادونې ده چې ټرمپ او مېرمن یې ملانیا ټرمپ تېره ورځ په کرونا ویروس اخته او روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: