پر کرونا ویروس د ټرمپ تر اخته کېدو وروسته سپینې ماڼۍ ویلي چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی، خو سي ان ان بیا د ولسمشر د تنفسي مشکل په اړه راپور ورکړی دی. سي ان ان د خپل خبریال جیم اکوسټا له قوله ویلي، شېبه وړاندي یې د ټرمپ د انتخاباتي چارو له یو مشاور سره خبرې کړې او هغه ورته ویلي چې ټرمپ په ډېره سختي ساه اخلي او ستونزه یې جدي ده. نوموړي زیاته کړي، د ټرمپ مشاور ورته ویلي، هغه اوسمهال د روغتون په بستر کې ستړې ستړې ساه اخلي او وضعیت یې ډېر ښه نه دی. د یادونې ده چې ټرمپ او مېرمن یې ملانیا ټرمپ تېره ورځ په کرونا ویروس اخته او روغتون ته لېږدول شوي دي.
