شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ په وروستیو کلونو کې د امریکا فدرال ادارې ته مالیات نه دي ورکړي.

ټرمپ په وروستیو کلونو کې د امریکا فدرال ادارې ته مالیات نه دي ورکړي.

د امریکا ولسمشر میلیاردر ټرمپ په وروستیو کلونو کې د امریکا فدرال ادارې ته مالیات نه دي ورکړي. امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي ټرمپ سره له دې چې میلیاردونه ډالر پانګه لري او د امریکا په شتمنو کسانو کې راځي خو په وروستیو کلونو کې یې حکومت ته یوازې ۷۵۰ ډالر مالیه ورکړې ده. سرچینه کاږي دوی داسې اسناد پیدا کړي چې ټرمپ او په ده پورې اړوندو شرکتونو په وروستیو کلونو کې د مالیاتو له ورکړې ډډه کړې ده. هغه مهال چې ټرمپ واک ته رسېدو یوه ادعا هم دا وه، چې ټرمپ میلیاردونه ډالر د مالیاتو د ورکړې له درکه د حکومت پوروړی دی نو له همدې امله هڅه کوي واک ته ورسېږي او ځان له مالیاتو معاف کړي. ټرمپ بیا وایي چې ده مالیات ورکړي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: