سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان:اسلام اباد کی وسله والو طالبانو پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

پاکستان:اسلام اباد کی وسله والو طالبانو پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

تیره شپه وسله والو طالبانو اسلام اباد کې پنځه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د حزب الاحرار وسله والې ډلې ویاند ټرایبل نیوز ته په ټلیفوني کرښه یاده پېښه منلې ده نوموړی د دوه پولیسو د وژل کېدو او د پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي

یاده پېښه اسلام اباد کې د متدره نومي د پولیسو په یو مرکز د لاسي بمونو پواسطه تر سره شوې ده چې وروسته په یاده سېمه کی د ګڼو ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي

د یادونې وړ ده تېره ورځ ماښام مهال هم یادې ډلې په شمالي وزیرستان کې په یوه بمي چاودنه کې پنځه پاکستاني پوځیان وژلي وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: