د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق په تازه څرګندونو کې ویلي دي هیله لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي. نوموړي ویلي چې تازه تحولاتو د افغانستان د سولې لپاره هیلې ډېرې کړې دي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د روانې اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې ونډه واخلي. صادق ویلي چې دوی له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو پر ژر پيلېدو خبرې کوي او هڅه روانه ده چې دغه خبرې ژر تر ژره پيل شي.
