چهارشنبه , مې 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستاني رسنۍ: طالب مشرانو ملا هیبت الله ته د اوربند مشوره ورکړې

پاکستاني رسنۍ: طالب مشرانو ملا هیبت الله ته د اوربند مشوره ورکړې

پاکستاني رسنیو ته طالب سرچینو ویلي چې د طالبانو رهبري شورا ملا هبت الله ته مشوره ورکړې چې له اووه ورځني اوربند سره توافق وکړي او په دې توګه به په اوو ورځو کې امریکايي لوری له دوی سره د سولې هوکړه لاسلیکوي. له دې سره جوخت به امریکایي ځواکونه له افغانستان وتل پیلوي او د سولې نور پړاوونه به مخ ته ځي. طالب سرچینې وایي چې ملا هبت الله به د اوربند هوکړه لاسلیک کړي او تر هغه وروسته به یې په قطر کې خپلو سیاسي استازو ته وسپاري. رسنیو ددغه اوربند د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې امریکا پر یوه عمومي اوربند ټینګار کړی و، خو طالبانو بیا ویلي چې یوازې تاوتریخوالی به کم کړي او مکمل اوربند ته غاړه نه اېږدي.

يوه تبصره

  1. Muchas gracias. ?Como puedo iniciar sesion?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: