یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستاني طالبانو د استخباراتي ادارې آیي ایس آیي یو کارمند وژلی!

پاکستاني طالبانو د استخباراتي ادارې آیي ایس آیي یو کارمند وژلی!

پیښه تېره شپه د چارسدې ضلعې په شبقدر سیمه کې رامنځته شوې چې پکې یو تن چې خاطر ولد قرب نومېده د نا مالومه وسلوالو لخوا د شپې مهال نیول شوی او وروسته په ډزو ویشتل شوی.

د پاکستاني طالبانو وسلوالې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عبدالعزیز یوسف زي ټرایبل نیوز ته په یو رالېګل شوي بریښنا لیک کې پیښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې یاد تن د آیي ایس آیي کارمند وو او له ډېرې مودې راهیسې دوی ته مطلوب وو.

د پوځ عامه اړیکو “آيي ایس پي آر” تر وسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

يوه تبصره

  1. Hello, constantly i used to check website posts here early in the morning, for the reason that i enjoy to find out more and more.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: