پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / پښتو ادب / پاکستاني طالبان اوس هم جنګېږي! لیکنه: خالد منصور عباسي ژباړه( شفیع شاداب)

پاکستاني طالبان اوس هم جنګېږي! لیکنه: خالد منصور عباسي ژباړه( شفیع شاداب)

شېبه مخکې مې له امریکا غږ ډیوه راډیو څخه یو راپور واورېدۀ چې پاکستان کې وسلوالې فعالې ډلې حزب الاحرار د نوي میلادي کال د پیل سره سم د “حقاني عملیات Operation Haqqani” په نوم خپل نوي عملیات اعلان کړل او دغو نویو عملیاتو ته یې د پاکستاني طالبانو د یوې مشهورې څهرې قاري شکیل احمد حقاني نوم ورکړ، دا خبر خو دومره د تعجب وړ نه دی خو یو ټکان ورکونکی خبر ضرور دی، چې په دغسې حالاتو کې هم چې یو اړخ ته پوځ د وسلوالو ډلو او تنظیمونو څخه د خلاصون احساس کوي او بل اړخ ته د عامو وګړو غوږونو ته هم د دغسې خبرو رسول غواړي چې ګواکې پوځ ټول حالات قابو کړي، او د دوی دښمن نوي نوي اعلانونه کوي.

د دغه خبر څخه وروسته مې انټرنیت کې هم پلټنې وکړې ټولنیزو رسنیو کې یوشمېر اکاونټونو او ګروپونو کې هم د یادو عملیاتو د اعلان پخلی شوی وو او تېرو دوو ورځو کې په پاکستاني پوځ شپږ اوه بریدونه شوي وو چې پکې لږ تر لږه د لسو پوځیانو د وژل کېدو او د یو تعداد د ټپي کېدو دعوې شوې وې.

غواړم چې پام مو د ځینو مهمو ټکو طرف ته واړوم،
لومړی خو دا چې زمونږ پوځ د ترهګرو په اړه کومې دعوې کوې هغه دومره هم رښتیا نه دي چې مونږ یې په دې ډول ومنو چې ترهګر خو یا ختم شوي او یا لاس ترزنې د خیر په غونډۍ ناست دي، اکثره وختونو کې دغسې شوي چې زمونږ ادارو د خپل وس مطابق چې کوم کار کړی وي هغه په اعلانونو کې ډېر غټ غټ ښایي چې د هغې له امله عام وګړي دوکه خوري او ورباندې غوليږي او بیا په دغسې خبرونو باور نه کوي او نه یې اوري، ولې یو رښتینی خبر درواغ فقط د دې لپاره وګڼل شي چې دې سره به د پوځ وقار ته صدمه ورسیږي.

دوهمه خبره دا چې توندروه ډلې او په ځانګړې توګه بیا حزب الاحرار وسلواله ډله تل خپلو کارونو کې مصروف لګیا وي، د دوی د کار طریقو او سلیقو، احتیاط او تدبیرونو او د حاکمانه فکرونو د وجې د دوی کارونه راکم کړي، ګورئ! دا د سیاست زمانه ده، اوس پاکستاني طالبان پوه شوي او خپل اصلي هدف یې پېژندلی او هر دوهم خبر کې وایي چې مونږ عامو خلکو ته نقصان رسول نه غواړو، او فلانکی او فلانکی برید مو د همدې له امله ونکړ چې په هغو کې د عامو خلکو د تلفاتو وېره وه،همداسې نور وغیره وغیره… که ستاسو باور نه وي نو تاسو په شمالي وزیرستان او په مهمند ایجنسۍ کې له چانه هم پوښتنه کولی شئ چې له عامو خلکو سره د هغوی برخود او تعامل څنګه دی، که دغو خلکو دغه سیاست نه دی خپل کړی نو آیا تاسو د عامو خلکو د تلفاتو کوم خبر اورېدلی یا لیدلی؟ سره له دې چې دغو سیمو کې وسلوالې ډلې تل اوسیږي یا وخت په وخت ترسترګو کېږي،
که دغسې څه وشو هم نو زمونږ د پوځ ویاند به داسې په زړه پوری خبر ترې جوړ کړي چې تاسو ته به هم د تعجب او حیرانتیا نه بغیر نور هیڅ شی پاتی نشي، هو دا ترسترګو شوي او اورېدل شوي چې د پوځ لخوا د ښخ شوو مائینونو له امله کوچنیان یا نور خلک وژل شوي یا ټپیان شوي، پوځ شپانۀ وژلي، تاجر یې وژلی، یا د ایف سي یو کارمند کور ته واوخت او د یوې تورسرې د عزت او ناموس د لوټلو کوښښ یې وکړ.

نو ما د دغې خبرې د وضاحت او پوهولو کوښښ وکړ چې د دغسې کارونو په کمي یا له منځه وړلو کې د پوځ کردار خو ضرور شته خو دومره هم نه څومره چې مونږ ته ویل کېږي او اورول کېږي، بس دوی ته د یوې داسې موقع ضرورت وي چې په هغه کې خالص د دوی اصلي هدف په نښه شي او کوم عام او سیاسي مخالفت سره مخ نشي، زما په اند حزب الاحرار وسلوال تنظیم د پوځ مخالف سیاسیون د همدې له امله نه په نښه کوي که نه نو عقیدتاً خو دوی ته هم د دښمن په سترګو ګوري او دښمنان یې ګڼي.

مهمه خبره دا ده چې په دغسې حالاتو کې د هغوی نوي عملیات اعلانول دا ظاهروي چې هغوی اوس هم د څه ناڅه کولو توان لري،
تېر کال هم کله چې دوی د شامزۍ په نوم د عملیاتو اعلان کړی وو نو د تعجب وړ وو چې پوځ څه او څه وایي، عوام څه فکر کوي او دوی اوس هم دغسې اعلانونه کوي، او د دې نه د هغوی لپاره غټ بل څه کېدلی شي چې هغوی اسلام آباد، لاهور او د کراچۍ غوندې سترو سترو ښارونو کې وسلوالې ادارې په نښه کوي، قبایل او بلوچستان خو یې مرکز وګڼئ.

دلته یوه خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ کارمندانو ته هم کول غواړم چې ړندې چغې دې نه وهي چې کچېرته هوایي ډز هم وشي نو ټاپه ولګوۍ چې پوځ وکړ، تاسو کې خو اکثره په دغو تنظیمونو کې پاتې شوي،ایا تاسو ته یو خیال غوندې هم راغلی چې پوځ او بیډ طالبان bad taliban یو دي سره،؟ که ووایۍ چې هو نو دلیل کې به ګوډ طالبان راوړۍ، او که ووایۍ چې نه نو پوه شئ چې دا جنګ د پوځ غاړه کې غورځېدلی او همدوی به جنګېږي، هو دا بېله خبره ده چې په دغو سیمو کې د خړکمر غوندې پېښې پوځ ترسره کوي خو پنځه واړه ګوتې یوقسم نه وي،

پاکستاني عوام دې په دې پوهه شي چې رسنۍ چې دوی ته څه ورښکاره کوي که د دې پلټنې په خاطر دوی یوه ورځ خط ته ولاړ شي نو سپین او تور به سر

ه بېل شي،

دا خو کله کله رسنیو کې خبر راشي چې په پوځ برید وشو او ترهګر یې وځغلول وغیره وغیره …..
له دې ډېر زیات بریدونه کېږي خو د پوځ مشرتابه په دې حال کې نه دی چې دغسې خبرونه خپاره کړي او د عوامو سترګو کې راوغورځېږي، نو د ړوند تقلید په پرېښودلو سره له حقایقو څخه د خبرېدو کوښښ وکړئ او که وخت مو پیدا کړ نو د چکر لپاره کله د پوځ د لیدلو لپاره خط ته هم ورشئ او د هغوی د حال او احوال پوښتنه وکړئ، له دې څخه وروسته به یې بیا په دعاګانو کې یاد ساتۍ.

یادونه: ټرایبل نیوز کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوال خپل نظر دی، د ټرایبل نیوز د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

9 تبصرې

  1. What’s up, everything is going fine here and ofcourse every one
    is sharing facts, that’s really excellent, keep up writing.

  2. This article provides clear idea in favor of the new visitors
    of blogging, that truly how to do blogging and site-building.

  3. If you desire to get much from this piece of writing then you have to apply these strategies to your
    won website.

  4. Howdy very cool blog!! Man .. Beautiful .. Amazing ..

    I will bookmark your blog and take the feeds
    also? I am satisfied to find a lot of helpful information right here in the post,
    we’d like develop more strategies on this regard, thanks for sharing.
    . . . . .

  5. Hi to every body, it’s my first go to see of this webpage; this web site contains amazing and
    in fact fine data in favor of readers.

  6. I really like it when individuals get together and share opinions.
    Great website, keep it up!

  7. I have been surfing online greater than 3 hours nowadays, yet I never found
    any interesting article like yours. It is pretty price sufficient for me.
    In my view, if all website owners and bloggers made excellent content
    as you did, the net will be a lot more helpful than ever before.

  8. It’s actually a cool and helpful piece of info. I’m satisfied that you just shared this useful info with us.

    Please stay us informed like this. Thank you for sharing.

  9. Truly when someone doesn’t be aware of afterward its up to other users thatthey will assist, so here it happens.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: