دوشنبه , فبروري 17 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د رغنده رول پر لوبولو ټینګار کړی دی

پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د رغنده رول پر لوبولو ټینګار کړی دی

پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د رغنده رول پر لوبولو ټینګار کړی دی. د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا ددفاع له وزیر مارک ایسپیر سره خبرې کړې دي. باجوه په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې دوی په افغان سوله کې د رغنده رول لوبولو ته ژمن دي. دده په خبره دوی پر دې ټینګار کوي چې په سیمه کې جګړې ختمې او سوله تامین شي. مارک هم له پاکستاني پوځي سره د خبرو پر مهال په منځني ختیځ کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. نوموړي ویلي چې امریکا جګړه نه غواړي خو د تهدیدونو پر له منځه وړلو ټینګار کوي. پاکستان له واشنګټن او تهران د زغم او خبرو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: