یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: د افغانستان په خواست مو له تورخم او چمن د هر ډول توکو د لېږد اجازه ورکړې

پاکستان: د افغانستان په خواست مو له تورخم او چمن د هر ډول توکو د لېږد اجازه ورکړې

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د ملي امنيت په چارو کې مرستیال معید يوسف ويلي د افغانستان د حکومت په خواست د پاکستان حکومت دغه پرېکړه کړې چې د تورخم او چمن له لارو به نور د اړینو توکیو سره سره غیر اړین توکي هم پریښودل کېږي.

“د تورخم او چمن پولې چې د اپرېل د لسمې نېټې نه افغانستان ته د اړينو توکيو لپاره پرانستل شوې او اوس به د هر ډول توکيو لېږدولو لپاره پرانستې وي”.
یوسف ویلي د بلوچستان صوبې پينځې ضلعې چې د ايران نه اړين توکي ترلاسه کوي دغو ضلعو ته به د ايران نه د توکيو د راوړو اجازت وي.

له دې وړاندې د پاکستان لخوا افغانستان ته د سوداګريزو ګاډو د تګ د اجازې ورکړل شوې او په لسم اپرېل د تورخم او چمن د لارې مال وړونکي ګاډي روان شوی وو.

د چمن پوله ۴۰ ورځې وروسته پرانستل شوې او د تورخم پوله په ۱۶م مارچ تړل شوې وه.
پاکستان په اوونۍ کې درې ورځې دغو ګاډو ته د تګ اجازه ورکړې وه.

خو په چمن کې ځینې سوداګرو وروسته د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې دوی د افغانستان نه کوم توکي راغواړي په ځانګړي ډول دالونه او په مصالو کې کاروېدونکي توکي، د هغې د راغوښتو دې ورته اجازه ورکړی شي.

پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې په پورته کړی شوؤ ګامونو کې د افغانستان سره خپلې ټولې پولې تړلې وې.

معيد يوسف ويلي د هند سره به پوله تړلې وي خو ځینې پاکستانيان چې په هند کې ايسار شوي او هند ورته د لاک ډاؤن له امله بیرته راتلو اجازه نه ورکوي دوی هڅه کوي چې هغوی هم بيرته راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: