یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: د الوتکې د لویدو پیښه کې تر اوسه د ۵۷ کسانو مړینه تایید شوې

پاکستان: د الوتکې د لویدو پیښه کې تر اوسه د ۵۷ کسانو مړینه تایید شوې

د سیند د روغتیا چارواکي وایي د الوتکې لوېدو له پېښې وروسته تر اوسه د 57 مړي روغتونونو ته وروړل شوي دي.

خو دا تر اوسه نه ده څرګنده چې دغه مړي ټول د مسافرو دي او که د طیارې لوېدلو له کبله د شاوخوا کورونو خلک هم پکې شامل دي.

د پي ایي ای مشر ارشد ملک یوې خبري غونډې ته وویل، د الوتکې پایلټ د هوایي ډګر کنټرول روم ته د کښېنستلو (لېنډنګ) ویلي او په جواب کې ورته ویل شوي چې د میدان دوې رن وې خالي دي، خو وایي الوتکه دویم ځل را څرخېدلې او بیا لوېدلې ده، چې وایي د علت په اړه به یې ژر پلټنه وکړي.

نن ماسپښین د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پي ایي ای مسافروړونکې الوتکه جناح هوایي ډګر ته نږدې د استوګنې په سیمه کې ولوېده چې د عملې په ګډون 99 تنه پکې سپاره وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: