یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: عمران خان یو ځل بیا له افغان سولې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی

پاکستان: عمران خان یو ځل بیا له افغان سولې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا له افغان سولې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې دی هیله لري بین الافغاني خبرې ژر پیل او په پایله کې یې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي. نوموړي دا څرګندونې د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي. له یادې شورا په همدې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، عمران خان دغه راز ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د سولې او ثبات په مانا ده. خبرپاڼه کاږي، عمران خان عبدالله ته پاکستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده چې عبدالله منلې او ویلي یې دي، د بین الافغاني خبرو تر پیل وروسته به په یو مناسب فرصت کې پاکستان ته سفر وکړي. د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر کمښت هم ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: