یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان: له افغانستان سره به خپل ټول بندرونه د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي

پاکستان: له افغانستان سره به خپل ټول بندرونه د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي

پاکستان وايي له افغانستان سره به خپل ټول بندرونه د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله له افغانستان سره پولې د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وي خو اوس تازه پرېکړه شوې چې د سې شنبې، چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو به خلک له دې لارو تګ راتګ کولی شي. هغه ویلي چې د تورخم په ګډون ټولې لارې د پلیو وګړو د تګ راتګ لپاره پرانیستې دي. پاکستان په دې وروستیو کې د کرونا د پراختیا له امله د تګ راتګ لارې د خلکو پر مخ تړلې وې چې له امله یې دواړو خواوو ته پراته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: