پاکستانی حکومت وایي له افغانستان سره پر پوله به امنیتي اقدامات نور هم ډېر کړي. د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه شمالي وزیرستان ته راغلی او پر ډیورنډ فرضي کرښه یې د پاکستاني پوځ له تاسیساتو او مرکزونو لیدنه کړې ده. نوموړي ویلي پاکستان سولې ته ژمن دی، نو ځکه غواړي د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي. هغه ټینګار کړی چې په یاده سیمه کې به یې پوځي او امنیتي اقدامات نور هم ډېر شي. باجوه داسې مهال دغه سیمې ته راځي چې ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده، دواړو لوروته پراته ولسونه یې په رسمیت نه پېژني خو پاکستان ورباندې د رسمي پولې په څېر اقدامات ترسره کوي چې ډېر کله د ولسونو له توند غبرګون سره هم مخ شوي دي.

A++ seller! Thanks!!fast shipping
Very interesting info !Perfect just what I was looking for!