پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / اقتصاد / پاکستان له افغانستان مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیت لار غوښتې

پاکستان له افغانستان مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیت لار غوښتې

پاکستان له افغانستان مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیت لار غوښتې خو افغان حکومت یې په مقابل کې د ګواډر د خلاصولو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر له پرون راهیسې په اسلام اباد کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا له پاکستاني چارواکو سره په خبرو لګیا دی. نثار احمد غوریاني ویلي پاکستان ترې غوښتي چې افغانستان دې ددوی سوداګریزو کاروانونو ته مرکزي اسیا ته د تېرېدو اجازه ورکړي. افغان لوري بیا غوښتي چې پاکستان دې افغانستان ته له جنوبي اسیا سره د سوداګرۍ لار ورکړي او په تېره له پاکستان سره دې ګواډر بندر د افغان سوداګرو پر مخ پرانیزي. پاکستاني لوري دا هم ویلي چې ژر تر ژره به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ یو تړون لاسلیک شي چې له مخې به یې دغه درې واړه هېوادونه له نړیوال بانک پور اخلي او د درېیواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ د پراختیا لپاره رېللاره جوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: