جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان: هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی

پاکستان: هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی

پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اکبر حسین دراني وایي پاکستان د افغانستان د سولې لپاره هڅه کړې ده چې ټولې نړۍ ولیده خو اوس هند له ټولو لارو هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر تخریب کړي. نوموړي په دې اړه لا ډېر وضاحت نه دی ورکړی خو وایي هند په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی نه دی. بلخوا تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي هم پر هند تور پورې کړی و چې د افغان سولې بهیر تخریبوي. په ورته وخت کې داسې ویل کېږي چې طالبانو له هند سره مخامخ خبرې پيل کړې دي او هڅه کوي دغه هېواد قانع کړي چې ددوی له لوري ګواښ نه دی ورته جوړ او نه هم د دښمن په سترګه ورته ګوري. دغه راپورونه طالبانو او یا هم هند په رسمي توګه نه دي تایید کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: