چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان وایي دوی د افغانستان د سولې په مسئله کې صادق دي

پاکستان وایي دوی د افغانستان د سولې په مسئله کې صادق دي

پاکستان وایي دوی د افغانستان د سولې په مسئله کې صادق دي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي وايي نړیوال هم د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې تاییدوي. د نوموړې په خبره دوی د سولې لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړي دي او هڅه کوي په دې برخه کې لا ګټور تمام شي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ویل کېږي دغه هېواد د افغانستان د سولې په مسئله کې دوه مخې لوبه کوي او غواړي په دې توګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو د افغان سولې په نامه د ځان لپاره امتیازات واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: