شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: که ټولبند همداسې دوام وکړي ۳۳ ميلیونه خلک به بې روزکاره شي

پاکستان: که ټولبند همداسې دوام وکړي ۳۳ ميلیونه خلک به بې روزکاره شي

د سرکاري اقتصادي څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټويټ اف اکنامک ډېولپمنټ څيړنکار وایي که ټولبند دوه میاشتې نور همداسې دوام وکړي ۳۳ ميلیونه خلک به بېروزګاره شي .

د څېړونکي ډاکټر محمد ناصر په اند تر ټولو بد اقتصادي اغېز به د ټرانسپورټ، رېسټورانونو، هوټلونو، تعميراتو او زراعت په برخو کې ډېر وي.

دی زیاتوي چې دا وخت د پاکستان د مزدور کاره طبقې تر نیمايي زیات د بې روزګارۍ له خطر سره مخامخ دي، ځکه چې ډېری یې بې له رسمي کاري تړونه (کنټريکټ) کارونه کوي.

په ډېرو ادارو کې د کارګرانو ټولنې نشته او نوکري یې هر وخت له خطر سره مخامخه وي.

لویو لویو کارخانه دارو لا له مخه په سوونه خلک له نوکریو ويستي دي.

د شخصی سکولونو استادان په کورونو ناست دي او معاش ورته نه ورکول کيږي پاکستان کې یوازې حکومتی روزګارونه تر څه حده پورې خوندي دي او څه هغه روزګارونه چې په ښه شخصی ادارو کی دي خو که دا ښاربند یا لاکډاون دوې میاشتې نور داسې دوام وکړي نو په پاکستان کې ۳۳ ميليونه خلک بې روز ګاره کېدای شي.

دا مهال په پاکستان کې ۶۵ مليونه خلک مزدور کاره طبقه ده چې پکې ۳۳ ميلیونه یې د بې کارۍ له خطر سره مخامخ دي.

د څېړونکي ډاکټر ناصر د څرګندونو په تاید د خيبر پښتونخوا د چيمبر آف کامرس اينډ انډسټريز مشر مقصود انور وايي چې په تېره یوه میاشت کې له ټولبنده اتیا فیصده کارخانې بندې شوې دي.

د نوموړي په خبره چې له دې څخه کارخانه دارو ته تقريبا ۵۰ یا شپیته اربه روپۍ زیان رسېدلی دی.

د مقصود انور په خبره چې د ملک اقتصاد بیا ښه کېدل به وخت واخلي او تر ډېرې مودې پورې به منفي اقتصادي وده روانه وي.

خو د سرکاري اقتصادي څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټويټ اف اکنامک ډېولپمنټ څيړنکار ډاکټر محمد ناصر په اند اقتصادي وده دوې بڼې لري.

یوه یې اقتصادي ځوړ یا لاندې تګ او څه موده پس بیا یک دم پورته تلل وي.

او بله بڼه یې یې دا ده چې اقتصاد لاندې ولاړ شی او په لاندېنۍ کچه زیات وخت تير کړي او بیا ورو ورو پورته خېژي.

د ډاکټر ناصر په وینا د کورونا وايرس وبا په نتيجه کې د رامنځ ته شوي افتصادي صورتحال په اړه د نړۍ اقتصادی پوهان اټکل کوی چې چونکې دا مهال اقتصادي هلې ځلې موږ خپله په ټپه درولې دي، ټوله بنیادي ډانچه موجوده ده نو اقتصاد به بیا یک دم پورته کېږي.

خو نوموړي اندېښنه وښودله که د کورونا وايرس له امله د ټولبند موده زیاته شي نو د معاشی بدحالۍ او زیاتې بې روزګارۍ له امله به په لويو ښارونو کې د جرمونو کچه لوړه شي او هېوادونه به له امنيتي ستونزې سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: