جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: که په احتیاطي تدابیرو عمل ونشي ټولبند بیا لګوو

پاکستان: که په احتیاطي تدابیرو عمل ونشي ټولبند بیا لګوو

د روغتیا په برخه کې د پاکستان د ولسمشر ځانګړي سلاکار ډاکټر ظفر مرزا ویلي، که د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر حکومتي لارښونې او احتیاطي تدابیرو عمل ونشي نو اندیښنه ده چې دا وایرس به نور خور شي.

ظفر مرزا د مې پر ۲۵مه خبریالانو ته وویل، په ټولبند کې د نرمي پر مهال یې دا ژمنه کړې وه چې که احتیاطي تدابیر په سمه توګه عملي نه شول نو ټولبند به یو وارې بیا لګوي.

“زه تاسو ته خواست کومه، که موږ د کرونا وایرس لړ کې د غیر زمه وارۍ نه کار واخیسته نو نه یواځې به دا ناروغي نوره هم خوره شي بلکې موږ به ټولبند هم کوو چې ورسره به زموږ پر ژوند او پر معیشیت اغیز وي.”

د پاکستاني رسنیو ترمخه، د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا سلاکار اجمل وزیر د مې پر ۲۳مه خبرداری ورکړی وو چې که خلکو د اختر د رخصتیو پر مهال د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر احتیاطي تدابیرو سم عمل ونه کړای شو نو حکومت به یوارې بیا ټولبند عملي کړي.

په کوټه کې خبریال سید علي شاه وايي چې په پاکستان کې د حکومتي هدایاتو باوجود د اختر پر مهال د کورونا وایرس مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر په سمه توګه نه دې عملي شوي.

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۸مه امر کړی وو چې باید په ټول هېواد کې شاپنګ مالونه او دوکانونه خلاص کړل شي.

د پاکستان وفاقي حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره په مارچ کې ټولبند اعلان کړی وو چې شاوخوا دوه میاشتې وروسته یې پکې په مرحله واره توګه نرمي راوسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: