چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پخواني امریکایي پوځیان له افغانستان نه د ځواکونو وتل خطر بولي

پخواني امریکایي پوځیان له افغانستان نه د ځواکونو وتل خطر بولي

پخواني امریکایي پوځیان او ديپلوماتان په دې باور دي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل به امریکا ته خطرونه جوړ کړي. امریکايي رسنیو له پخوانیو ديپلوماتانو او نظامیانو سره خبرې کړې دي او له دوی یې د ځواکونو د ایستلو پایلې پوښتلې دي. دوی په دې باور دي چې له افغانستان د ځواکونو ايستل به دغه هېواد د ترهګرو په مرکز بدل کړي او دا به امریکا او د هغه متحدینو ته خطرونه جوړ کړي. دوی دغه راز وایي چې امریکا دې په افغانستان کې سرتېري پرېږدي، ځکه افغانستان یوازینی هېواد نه دی چې امریکایي عسکر پکې مېشت دي. بلخوا یو شمېر نور بیا ددې جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کوي او دلته د امریکایانو حضور بې هدفه او بې ګټې بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: