شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پروان ولایت کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې ده

پروان ولایت کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې ده

د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه شاوخوا ۳ بجې په مرکز چاریکار کې سیلابونه راوتلي دي او د ځاني زیانونو تر څنګ یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. د سرچینې په خبره د سیلابونو له امله تر دې دمه د ۲۵ کسانو د وژل کېدو او تر ۶۰ پورې د ټپي کېدو راپورونه تایید شوي دي. ځايي چارواکي وایي چې د سیلابونو له امله لسګونه هټۍ، کورونه او موټرونه ویجاړ شوي دي او خلک سخت زیانمن شوي دي. دوی له مرکزي حکومت د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي. په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: