د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او طالبانو د افغان حکومت له خوا د دوه زرو نورو طالب بندیانو خوشې کیدو د پریکړې هرکلی کړی دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي،” تیره شپه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ما او ډاکټر عبدالله سره په ټیلیفون خبرې وکړې.
هغه له افغان حکومت څخه د دوه زره طالب بندیانو د خوشې کیدو د جرتمندانه بهیر د پیلولو له امله مننه وکړه.
هغه څرګنده کړه، چې د امریکا متحده ایالات به د اوږدمهاله اوربند او تاوتریخوالي د کمیدو او مخامخ خبرو پیل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي”.
په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دوه زره نورو طالب بندیانو د خوشې کیدو په هکله د افغان حکومت د پریکړې هرکلی کړی او ویلي دي، چې دا ډله هم د بندیانو خوشې کولو ته ژمنه ده.
سهیل شاهین یکشنبه مې ۲۴ ( غبرګولي ۴) ناوخته د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید د پنځه زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو بهیر بشپړ شي.
سهیل شاهین لیکلي”له مقابل جهت څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی.
د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شی ترڅو دبین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي”.
همدا راز د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغان امنیتي ځواکونو د بندیانو د خوشې کیدو په اړه د دغې ډلې ژمنه بیا تکرار کړې ده.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ ناوخته په ارګ کې د طالب بندیانو د خوشې کولو په هکله د یوې غونډې پر مهال د طالبانو له خوا په اختر کې د دریو ورځو اوربند د ټینګیدو په بدل کې د ښه نیت د څرګندولو لپاره د دوه زره نور طالب بندیانو د خوشې کیدو د بهیر د پیلیدو امر ورکړی وو.
طالبانو تیره ورځ په یوه اعلامیه کې د کوچني اختر ورځو شپو کې خلکو ته د اسانتیاو د برابرولو لپاره افغان حکومت سره د دریو ورځو اوربند اعلان کړی وو.
د اوربند په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د کومې لوی امنیتي پیښې خبر نه دی ورکړل شوی.
دا دوهم ځل دی، چې طالبان د افغان حکومت سره د اختر په دریو ورځو کې اوربند ته غاړه ږدي، خو دا اوربند د ۲۰۱۸ میلادي کال د کوچني اختر دریو ورځو اوربند سره ډیر توپیر لري.
هغه مهال هم طالب وسله وال د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ورغلي وو او هم د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین د طالبانو ترکنټرول لاندې سیو ته تللي وو.
دا ځل طالبانو پرخپلو وسله والو باندې غږ کړی، چې له خپلو سیمو څخه د افغان حکومت تر ولکې لاندې سیو ته لاړ نشي او نه هم په خپلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پرسونل هرکلی وکړي.
افغان حکومت د دغې نوې پریکړې وړاندې هم د یو زر او پنځه سوو طالب بندیانو د خوشې کولو پریکړه کړې وه، چې له مخې یې تراوسه زر طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.
طالبانو هم شاوخوا ۲۰۰ د افغان امنیتي ځواکونو بندیان خوشې کړي دي.