سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پنټاګون: راتلونکو څلورو میاشتو کې به په مشروط ډول د سرتېرو کچه راکمه کړي

پنټاګون: راتلونکو څلورو میاشتو کې به په مشروط ډول د سرتېرو کچه راکمه کړي

امریکا وایي شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکوي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي دوی هڅه کوي چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو هم راکم کړي خو دا هر څه به شرایطو ته په کتو مخ ته ځي. د پنټاګون په خبرپاڼه کې راځي د سرتېرو د کمولو لړۍ شرایطو ته په کتو، د امریکا له کانګریس او د ناټو له متحدینو سره په مشورو او اړیکه کې مخ ته ځي. تر دې وړاندې د امریکا ددفاع وزیر او ولسمشر ټرمپ هم ویلي وو چې د امریکا تر ټاکنو مخکې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۴۵۰۰ پورې راښکته کوي. ویل کېږي چې دمګړی ۸۶۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې حضور لري.

يوه تبصره

  1. When someone writes an piece of writing he/she keeps the image of a user in his/hermind that how a user can be aware of it. So that’s why thispiece of writing is amazing. Thanks!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: