جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / پنټاګون لا هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ پر څرګندونو چوپتیا غوره کړې ده

پنټاګون لا هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ پر څرګندونو چوپتیا غوره کړې ده

پنټاګون لا هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ پر څرګندونو چوپتیا غوره کړې ده. امریکا غږ انګلیسي په یوه راپور کې د امریکايي نظامي څېړونکو له خولې لیکي چې د ټرمپ وروستی ټويټ او په دوو میاشتو کې د سرتېرو ایستل په هېڅ صورت د عملي کېدو وړ نه دی او یوازې کمپایني بڼه لري. ددوی په خبره پنټاګون د ټرمپ د ټوېټ همدې غیر معقول والي ته په کتو چوپتیا غوره کړې ده. دوی ویلي امریکا لا په افغانستان کې خپل ماموریت نه دی بشپړ کړی نو هېڅ داسې معقول دليل نشته چې له مخې یې دې ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي. د څېړونکو په وینا په افغانستان کې لا هم شدیده جګړه روانه ده، نږدې شل ترهګرې ډلې په شاوخوا کې فعالیت لري چې د ټولې سیمې امنیت ته خطر دي، نو د سرتېرو د ایستلو خبر یوازې کمپایني بڼه لري چې د عملي کېدو وړ نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: