پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / بين المللي / په امریکا کې د برېښنا یو شرکت د ۸۴ کسانو په وژل کېدو کې پړ بلل شوی دی

په امریکا کې د برېښنا یو شرکت د ۸۴ کسانو په وژل کېدو کې پړ بلل شوی دی

په امریکا کې د برېښنا یو شرکت د ۸۴ کسانو په وژل کېدو کې پړ بلل شوی دی. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د کالیفورنیا په واړه ښارګوټي پارادایز کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې وه. د پاسیفیک په نامه د برېښنا او ګاز دغه شرکت وروسته ددې اورلګېدونې مسوول وبلل شو. په دغه شرکت کې فني ستونزه ددې اورلګېدنې سبب بلل شوې ده. په دې پېښه کې ۸۴ کسان وژل شوي وو. ډېری دغه کسان په موټرونو کې د تېښتې پر مهال او همدا راز د کورونو په شاوخوا کې د بند پاتې کېدو پر مهال سوي وو. اوس د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې دغه شرکت به میلیونونه ډالر جریمه کېږي خو دا چې اورلګېدنه قصدي نه ده رامنځ ته شوې کوم څوک به زندان ته نه ځي. د شرکت مسوولینو هم منلې چې پېښه ددوی د تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: