سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شوو شمېر تر زرو کسانو واوښت

په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شوو شمېر تر زرو کسانو واوښت

په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شوو شمېر تر زرو کسانو واوښت. د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو او څېړنو له مخې کرونا ویروس د چټکې پراختیا په حال کې دی او ښایي وضعیت تر دې هم بحراني شي. د سرچینې په خبره تر دې دمه کرونا ویروس په امریکا کې ۱۰۵۰ کسه وژلي او پر ویروس د اخته کسانو تر ۶۹ زره کسانو اوښتی دی. په ورته وخت کې د امریکا په ډيری ښارونو کې ګرځبندیز لګول شوی دی او میلیونونه خلک په خپلو کورونو کې پاتې دي. امریکایي حکومت د کرونا د کنټرول لپاره له خپل پوځ هم همکاري غوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: