دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بلوچستان / په بلوچستان کې د پاکستان نیمه پوځ اووه پوځیان وژل شوي

په بلوچستان کې د پاکستان نیمه پوځ اووه پوځیان وژل شوي


د پاکستان پوځ ‌وايي د بلوچستان د مرکز کویټه په ۱۰۵ کیلیو مېترۍ کې د هارناې په سیمه کې د دغه هېواد په نیمه پوځيانو برید شوی او اوه تنه یې وژل شوي دي.
برید تېره شپه ډسمبر۲۶ (مرغومي۶) شوی دی. د پاکستان پوځ او امنیتي سرتېري وخت ناوخت په دغه ایالت کې د حکومت د وسله والو مخالفانو تر بریدونو لاندې راځي.
د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي:” د مرمیو د شدیدې تبادلې په پایله کې اوه سرتېري ووژل شول خو د ترهګرو مخه یې ونیوله.”
تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی. په بلوچستان کې بلوچ بیلتونپال له کلونو راهېسې وسله وال مقاومت کوي او همدغه راز دغلته د اسلامپالو بریدونه او مذهبي تشدد پېښې هم کیږي.
پاکستان هند تورنوي چې د بلوچ ملتپالو ننګه کوي.
بلوچستان ایالت د هند او پاکستان د اقتصادي دهلیز د میلیاردي پروژې یوه مهمه برخه ده.
بلوچ بیلتون غوښتونکو په تېر کې پر دغې پروژې د بریدونو مسولیت هم منلی او پاکستان زرګونه امنیتي ځواکونه د دغې پروژې د امنیت لپاره استولي.

3 تبصرې

  1. Hello! This is my first visit to your blog! We are a team of volunteers and starting a new project in a community in the same niche. Your blog provided us useful information to work on. You have done a outstanding job!

  2. Youre so cool! I dont suppose Ive learn anything like this before. So good to search out any person with some authentic ideas on this subject. realy thanks for starting this up. this web site is one thing that is wanted on the net, somebody with a little originality. helpful job for bringing one thing new to the web!

  3. Great post, you have pointed out some excellent details , I too conceive this s a very fantastic website.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: