په عراق کې د امریکایي نظامي اډو شمېر له شلو څلورو ته راښکته شوی دی. د عراق حکومت وايي چې امریکا په دغه هېواد کې خپل سرتېري کم کړي دي او ګڼې اډې یې عراقي ځواکونو ته پرې اېښې دي. د سرچینې په خبره امریکایي ځواکونه تر دې مخکې به عراق کې په شلو نظامي اډو کې فعال وو چې اوس ددغه اډو شمېر یوازې څلورو ته راښکته شوی دی. د عراق حکومت دغه راز ویلي چې د امریکایي ځواکونو حضور په سیمه کې د هېچا په زیان نه دی او دوی به د عراق د قوانینو په چوکاټ کې فعالیت ترسره کوي. سرچینه زیاتوي امریکا د سرتېرو کمولو ته ژمنه ده او ټاکل شوې چې خپل سرتېري نور هم په عراق کې کم کړي.
