چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / بين المللي / په کرواسي کې یوې زورورې زلزلې اووه کسه وژلي دي

په کرواسي کې یوې زورورې زلزلې اووه کسه وژلي دي

په کرواسي کې یوې زورورې زلزلې اووه کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې ۶،۵ درجې زلزلې د کرواسي ګڼ ښارونه ولړزول او د زلزلې مرکز هم ددغه هېواد له پلازمینې څلوېښت کیلومتره لرې و. ویل کېږي چې ان د کرواسي په شاوخوا هېوادونو کې یې هم ټکانونه حس شوي دي. په پېښه کې ګڼې ودانۍ نړېدلي دي، خلک له خپلو کورونو وتلي دي او تر دې دمه د اوو کسانو د وژل کېدو راپورونه تایید شوي دي. ښايي دا شمېره لوړه شي. د کرواسي حکومت وايي چې دوی له خلکو سره د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: