پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په کندهار کې وسله والو پیلوټ وژلی

په کندهار کې وسله والو پیلوټ وژلی


په کندهار ښار کې د وسله والو په يوه غلچکي بريد کې يو افغان پيلوټ وژل شوی دی.
پېښه نن چهارشنبه غرمه ډسمبر ۳۰ (مرغومې ۱۰) د ولایت مقام سره نژدې د فابریکې له سرای سره رامنځته شوې ده.
د کندهار د پوليسو وياند څارمن جمال بارګزي
رسنيو ته وویل چې په پېښه کې د ملي اردو یو منصبدار وژل شوی، خو بشپړه هویت یې لا هم نه دی معلوم.
نوموړي زیاته کړه:”د ښار ۱۴ حوزې اړوند سیمه کې د قول اردو یو منصبدار د وسله والو په تروریستي برید کې وژل شوی د هویت په اړه یې به یې وروسته معلومات خپاره شي.”
خو د کندهار يوه امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته وویل چې د کندهار د دوهمې هوايي لوا نظامي پیلوټ مسعود احمد په پېښه کې وژل شوی دی.
سرچينې زياته کړه چي نوموړی د ولايت مقام په يو کيلو ميتري کې د فابرکې د سرای سره د تګ پرمهال د وسله والو غلچکيو بریدګرو تر برید لاندې راغلی دی.
مسعود احمد پيلوټ د کندهار اوسيدونکی وو او د ځوانو نظامي پيلوټانو له ډلې څخه بلل کيده.
هغه په چک جمهوريت او متحده عربي اماراتو کې يې د پیلوټۍ زده کړي کړي وې.
تر اوسه چا د دې بريد مسئوليت په غاړه ندی اخيستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: