دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بلوچستان / په 2020م کال کې یوه اونۍ هم داسې نه ده تیره شوې چې په بلوچستان کې تشدد نوي شوی

په 2020م کال کې یوه اونۍ هم داسې نه ده تیره شوې چې په بلوچستان کې تشدد نوي شوی

د پاکستان په نا ارامه بلوچستان صوبه کې که څه هم حکومت او امنیتي ادارې ادعا کوي چې امنیت یې ښه کړی دی خو پخپله حکومتي شمېرې او د بشري حقونو سازمانونه وایي هلته په کال 2020م کې داسي یوه اونۍ هم نه ده تېره شوې چې د تشدد پېښه دې نه وي شوې.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال وایي، په صوبه کې یې امنیت تر پخوا ډېر ښه کړی او دعوه کوي چې له افغانستان او ایران سره په ګډو پولو د اغزن تار له غزولو سره دې صوبې ته د ترهګرو تګ راتګ ډېر کم شوی دی:

“پر پوله چې اغزن تار لګېده نو دا خبره ډېره سیاسي کړل شوه چې دا تار دې نه لګېږي خو موږ د هغه تار لګېدو اغېز وینو چې په بلوچستان خصوصاً په کوټه کې امنیت ډېر ښه شوی دی، سل په سل کې به نه وي ښه خو لږ و ډېر ضرور ښه شوی دی”.

د بشري حقونو تنظیمونه وایي بلوڅ وسله والې ډلې او امنیتې ځواکونه د بشري حقونو په سرغړونه بوخت دي. په دې حال کې د بلوڅ فعالینو د بې درکیو لړۍ هم روانه وه چې حکومت ویي په ترهګرو بریدونو کې لاس لري خو د بې درکه بلوڅانو لپاره جوړ سازمان دا تورونه ردوي.

بلوڅ ملتپاله ګوندونه تور لګوي چې د بلوچستان غوندې غریبه صوبه کې حکومت د تعلیم او روغتیا پر ځای پر امنیت ساتنه زیاتې پیسې لګوي، د پولیسو او لېویزو تر څنګ زیات شمېر ملېشه ځواکونه د صوبې په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای دي چې هر کال د صوبې له بجټه 50 اربه روپۍ پر لګېږي:

“دومره زیاتې پیسې د امنیت په برخه کې لګېږي خو بیا هم حکومت په امنیت ساتلو کې ناکامه دی، حکومت وایي د دې وجه بهرني لاسونه دي، له افغانستان سره مو اغزن تارونه ولګول بیا ولې دلته امنیت نه ښه کېږي”.

څېړونکي وایي د 2015م کال په برتله دغه بریدونه لږ را کم شوي خو وایي شدت یې ډېر زیات شوی دی. د بلوچستان د چارو کارپوه شهزاده ذوالفقار وایي له حکومتي ستراتیژۍ سره وسلوالې ډلې هم خپله جنګي تګلاره بدلوي او امنیت به تر هغو خراب وي چې په لویه کچه د خبرو اترو مخلصانه هڅې ونه شي:

“که هغوی [وسلوالې ډلې] خبرې نه کوي نو تاسې [حکومت] کم از کم د خلکو مخته ښکاره کړئ، نو دوی خو هغه هم نه کوي او اوس پر ګوادر د اغزن تار لګولو خبرې هم زور واخیست چې په پارلمان کې ناست ملتپال ګوندونه یې هم غندنه کوي”.

د بشري حقونو سازمانونو تور لګوي چې په بلوچستان کې سلوڅ وسلوالې ډلې غریب خواریکښ او استادان هم په هدف کوي چې تازه مثال یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه له اوارانه د شپږو مزدورانو او د نومبر په 28مه نېټه د درو پروفیسرانو تښتونه ده.

دغه سازمانونه وایي امنیتي ځواکونه بیا ځینې وخت د وسلوالو په شک کې عام بې ګناه خلک ځوروي،‌ ښځې، ماشومان او ناروغان په ګنټو ګنټو پر چیک پوسټونو دروي او تالاشي کوي یې، چې وایي دا د بشري حقونو سرغړونه ده. په کوټه کې د بشري حقونو د سازمان یو غړی شمس مندوخېل وايي:

“که د بلوڅو وسلوالو ډلو بریدونه دي او که د امنیتي ځواکونو عملیات دي له دې عام خلک متاثره کېږي او باید مخنیوی یې وشي، له دې څخه د خلکو کاروبارونه هم تباه کېږي، دا د بشري حقونو سخته سرغړونه ده، زموږ سیمه باید د نړیوالې ایجنډې برخه نه شي”.

په 2020م کال کې په بلوچستان کې تر ټولو خونړۍ پېښه د اکتوبر پر 15مه وشوه چې بلوڅو وسلوالو د تېلو او ګېسو د پرمختیا د ادارې (او جي ډي سي ایل) پر کاروان برید وکړ او د ساتندویانو په ګډون یې 15 تنه و وژل.

بله خونړۍ پېښه د فرورۍ پر 19مه نېټه د ډېره بګټي په سنګسېله سیمه کې وشوه چې پکې 14 امنیتي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ. پر امنیتي ځواکونو د برید تازه پېښه په هرنایي سیمه کې وشوه چې د دسمبر پر 26مه پکې اووه عسکر و وژل شول.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د ایران پولې ته څېرمه په آواران سیمه کې یې 10 بلوڅ وسلوال په عملیاتو کې وژلي دي. یوه بله غټه پېښه چې به بلېده سیمه کې شوې وه د پوځ د یو مېجر په ګډون پینځه امنیتي سرتېري پکې وژل شوي وو.

پر امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو ذمه واري خپلواکي غوښتونکو سازمانونو بي ایل اې او بي ایل ایف پر غاړه اخیستې ده.

د جنوبي اېشیا لپاره د ترهګرۍ د څار یوه ویبپاڼه ایس اې ټي پي وایي، سږ کال په بلوچستان کې د وسلوالو له خوا هره اوونۍ بریدونه شوي او په جواب کې یې د امنیتي ځواکونو عملیات هم جاري وو،‌ چې وایي دواړو غاړو ته پکې ځاني زیان اوښتی دی.

په سرحدي ښار چمن کې بیا د مخدره موادو ضد ادارې پر موټر د اګست په 10مه نېټه بمي برید کې شپږ تنه و وژل شول او شاوخوا شل تنه پکې ټپیان شول.

د جنورۍ په 10مه نېټه د کوټې په سټیلایټ ټاون سیمه کې په یوه ماجت (جومات) کې په یوه ځانمرګي برید کې د داعش وسلوالې ډلې په ځانمرګي برید کې 10 تنه و وژل شول او شاوخوا پینځلس تنه پکې ټپیان شول. داعش ډلې دعوه کړې وه چې د دې برید هدف یې د افغان طالبانو یو مشر وو.

څېړونکي وایي زیاتره بلوڅ وسلوالو سازمانونو چې پخوا یې تر خپل منځ اختلافونه لرل، اوس د بلوچ راجي آجویي سنګر (براس) په نامه یوه اتحاد کې را غونډ شوي او خپل منځي تماسونه او فعالیتونه یې زیات کړي دي.

د ټېرزم مانیټر په نوم اداره وایي دغه اتحاد چې د 2018م کال په نومبر کې اعلان شو، بلوچ رپبلکن آرمي، بلوچستان لیبرېشن فرنټ او بلوچستان لیبرشن آرمي نومې ډلې پکې شاملې دي.

پر بلوچستان لیبرېشن آرمي وسلواله ډله باندې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د 2019م کال په جولای میاشت کې بندیز لګولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: