یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پکتیا: د ولایتي شورا مرستیال په یوه وسلوال برید کې وژل شوی

پکتیا: د ولایتي شورا مرستیال په یوه وسلوال برید کې وژل شوی

د پکتیا ولایت د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال نن سهار پوهنتون ته پر لاره د یوه وسله وال برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

ولسمشر اشرف غني د ایوب غروال وژنه د هیواد د دښمنانو کار بللی او اړوند ادارو ته یې امر کړی دی چې په دې اړه پلټنې وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترهګرو او جنایتکارو پرضد به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی چې بشري، سراسري او دایمي اوربند ومني کوم چې د ده په وینا، د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: