پکتیا کې نننی بريد د دوو بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد. د پکتیا والي حلیم فدايي وایي نن سهار وختي د پکتیا په مرکز ګردیز کې د پولیسو د عامه ساتنې په ټولي چاودنه شوې او دوه ځانمرګي ودانۍ ته ننوتي چې د پولیسو له لوري وژل شوي دي. نوموړی وایي په دې برید کې د امنیتي ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې لسګونه سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
